د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا پر ښکېلو لورو د اوربند غږ کړی دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د جګړو له امله عام وګړي بېځایه شوي او زیانمن شوي دي.
د نوموړې په خبره ښکېلې خواووې دې ژر تر ژره جګړه ودروي او اجازه دې ورکړي چې افغانان له دې وروسته په امن کې روژې او اخترونه تېر کړي.
شهرزاد اکبر زیاته کړې چې افغان جګړه ګټونکی نه لري، خو بایلونکی یې افغان ملت دی چې له څلورو لسیزو راهیسې یې له نړیوالو سره د سیالۍ پر ځای شاتګ کړی دی او جګړې یې ژوند تریخ کړی دی.
اکبر وایي د دې هېواد راتلونکي اتلان هغه کسان دي چې د سولې لار خپله کړي او له هغو به ټول کرکه کوي چې جګړو ته ادامه ورکوي او د جګړو له لارې ځان واک ته رسول غواړي.