Home » افغانستان » افغان حکومت د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر له پرېکړې هرکلی کړی
رویداد خبري آژانس
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ

افغان حکومت د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر له پرېکړې هرکلی کړی

افغان حکومت وایي دوی د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن له پرېکړې هرکلی کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د ځواکونو د ایستلو په اړه له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راځي چې ولسمشر غني د ځواکونو د وتلو هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې افغان ځواکونه له خپل هېواد ددفاع وړتیا لري.

بلخوا دافغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم په تازه څرګندونو کې ویلي دي له څو کلونو راهیسې افغان ځواکونه په یوازې ځان د خپلې خاورې دفاع کوي او په دې برخه کې به خپلو سرښندنو ته ادامه ورکوي.

هغه ویلي امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي او دا به له هېواد ددفاع پر پروسې هېڅ راز منفي اغېز و نه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...