Home » افغانستان » ویلیم برنز:له افغانستان د ټولو ځواکونو ایستل به ستر خطرونه رامنځ ته کړي
رویداد خبري آژانس
د امریکا د سي ای اې مشر، ويليم-برنز

ویلیم برنز:له افغانستان د ټولو ځواکونو ایستل به ستر خطرونه رامنځ ته کړي

د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي استخباراتو اداره یا سي ای اې مشر ویلیم برنز وایي چې له افغانستان د ټولو سرتېرو ایستل به ستر خطرونه رامنځ ته کړي.

ویلیم برنز د امریکا سنا ته ویلي چې د بایډن عجولانه پرېکړه سیمې او امریکا ته امنیتي خطرونه جوړولی شي.

هغه ویلي چې د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل به خطرناک اقدام وي او اړتیا ده چې په اړه یې فکر وشي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله تازه اعلان کړې پرېکړه کې ویلي چې د سپټمبر تر یوولسمې به له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي او په دغه هېواد کې به خپله اوږده جګړه نوره پای ته ورسوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...