Home » افغانستان » قطر په روسیې کې د افغان سولې په اړه د راروانې ناستې هرکلی وکړ
رویداد خبري آژانس

قطر په روسیې کې د افغان سولې په اړه د راروانې ناستې هرکلی وکړ

قطر په روسیې کې د بین الافغاني خبرو د راروانې ناستې د جوړېدو هرکلی کړی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني پرون په دوحه کې له خپل روس او ترک سیالانو سرګي لاوروف او مولود چاووش اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د قطر او روسیې ترمنځ منظم تماسونه او همغږي شته.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د سولې نورو غونډو ته په دوحه کې د سولې له پیل شوي بهیر سره د سیالۍ په سترګه نه‌ګوري. ال ثاني وویل چې برعکس دا ډول غونډې د قطر د خبرو پر بنسټ د سولې پروسه لا پیاوړې کوي.

ال ثاني زیاتوي: “موږ له خپلو روسي دوستانو مننه کوو چې په مسکو کې بین‌الافغاني خبرو ته‌یې د قطر یو استازی هم بللی. دا د دې حقیقت څرګندونه کوي چې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو تګ لوری په دوحه کې د روانو خبرو پر بنسټ ټاکل کېږي. په دې بهیر کې ټول ښکېل هېوادونه او په سر کې روسیه زموږ ملاتړ کوي.”

د قطر د بهرنیو چارو وزیر همداراز یادونه وکړه چې د دوحې او مسکو اړیکې، د سیمې د ټولو مسایلو په برخه کې پر اعتماد او شفافیت ولاړې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې مسکو د مارچ په ۱۸مه نېټه د بین‌الافغاني خبرو کوربه‌توب ته چمتووالی نیسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...