د لغمان ولایت د پوهنې ریاست وایي، د دې ولایت مرکز پورې اړوند د چهاردهي د هلکانو منځني ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه.
د دغه ولایت د پوهنې ريیس عبدالله حمیدي په وینا یاده ودانۍ د ۵ جریبه ځمکې په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول د ۴۱۱۴۵۷۷۷ افغانیو په مجموعي لګښت د پوهنې وزارت له پراختیایی بوديجې څخه د دوو کلونو په موده کې جوړه شوې ده.
د پوهنې رییس وایي، دغه ودانۍ ۳۰ درسي تولګي، ۷ اداري خونې، ۲۴ عصري تشنابونه، یوه حلقه د اوبو څاه، د احاطې دیوال، ۷۶۰ جوړې میزونه او چوکۍ او نورې ښوونیزې آسانتياوې لري، چې له جوړېدو او پرانېستو سره یې شاوخوا ۱۴۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شو.