Home » افغانستان » امریکا سږکال د زړورو ښځو نړیواله جایزه د ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته ورکوي
رویداد خبري آژانس

امریکا سږکال د زړورو ښځو نړیواله جایزه د ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته ورکوي

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چاور وزارت د زړورو ښځو افتخاري جایزه سږکال د هغو ۷ مېرمنو په نوم کړي چې په افغانستان کې وژل شوي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت پرون جمعه(د کب ۱۵مه) په یوه بیان کې وویل، دا جایزې به راتلونکې اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن په کوربه توب په یوه غونډه کې ورکړل شي.

په بیان کې راغلي دي چې دا جایزې به د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې فاطمې ناتاشا خلیل، د ملي امنیت د جندر د برخې مشرې جنرالې شمیلا فروغ، په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون خبریالې ملالې میوند، په میدان وردګو کې یوې قابلې مریم نورزاد، په کاپیسا کې مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ، په غزني کې د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې د پولیسو افسرې فاطمې رجبي او د زندانونو ساتونکې فرشتې ته ورکړل شي.

د زړورو ښځو سږنۍ جایزه پر افغانستان سربېره په ایران، ترکیه، بېلاروس، برما او وینزویلا کې د ښځو د حقونو فعالانو ته هم ورکړل کېږي.

په افغانستان کې تېر کال دا جایزه د میدان وردګو ښاروالې ظریفې غفاري ته ورکړل شوې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...