Home » افغانستان » مرتضوي: د مولوي انصاري خلاف یواځې خبرپاڼې بسنه نه کوي
رویداد خبري آژانس

مرتضوي: د مولوي انصاري خلاف یواځې خبرپاڼې بسنه نه کوي

د افغان ولسمشر فرهنګي سلاکار، شاه حسین مرتضوي د مولوي انصاري ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې انصاري د تندلارۍ نوې بڼه ده او په وینا یې چې په تېرو شلو کالو کې حتی د طالبانو مشرانو هم داسې څرګندونې نه دي کړي.

شاه حسین مرتضوي ویلي چې د مولوي انصاري خلاف یواځې غندنې او خبرپاڼې بسنه نه کوي.

مولوي انصاري په هرات ولایت کې دوه ورځې وړاندې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې د نظام ملاتړ کبیره ګناه ده او هغه ملکي او نظامي کارکوونکي چې له دغه نظامه ملاتړ کوي د عالمانو د وژنې په ګناه کې شریک دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...