د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ملي دفاع وزارت د مقام ساتونکی محمد افضل چې څو ورځې وړاندې له خپل زوی سره په کور کې مړه پیدا شول ترور شوي نه و بلکې یوه جنایي قضیه وه.
د ولسمشر ماڼۍ د لومړي مرستیال له دفتره د شپږنیمو بجو د جلسې په خپاره شویو معلوماتو کې راغلي، ګنګوسې شته چې ویل کېږي د ملي دفاع وزارت مقام ساتونکی چې محمد افضل نومېده په سلطان مشهور و او د هغه زوی سلطان وژل کېدل ترور نه و بلکې یوه جنایي پېښه وه.
سرچینه وایي، نوموړي له پخوا ځینې کورنۍ ستونزې درلودې او له دفاع وزارت لرې و او دندې ته له ډېرې مودې نه و حاضر شوی.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د ملي دفاع وزارت مقام ساتونکی چې ویل کېدل د دفاع د وزیر اسدالله خالد موټر چلوونکی هم د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند مکروریان سیمه کې له خپل زوی سره په کور کې وژل شوی چې له څنګ سره یې تومانچه هم موندل شوې وه.