د هرات والي پرون رسنیو ته وویل د هرات غوریان ولسوالۍ د امنیت مدیر روح الله نظري د وسلوالو طالبانو په یوه برید کې ووژل شو.
د سیمه اییزو رسنیو د راپورونو له مخې د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي، په دې پېښه کې درې تنه نور امنیتي سرتیري ټپیان شوي هم دي.
د والي په وینا پیښه د غوریان او زنده جان ولسوالیو ترمنځ د ارېزم په سرحدي سیمه کې وشوه.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.