Home » افغانستان » ولسمشر:عدلي او قضایي مرکز خپل باور له لاسه ورکړی
رویداد خبري آژانس

ولسمشر:عدلي او قضایي مرکز خپل باور له لاسه ورکړی

ولسمشر غني وایي عدلي او قضایي مرکز خپل باور له لاسه ورکړی او د کورنیو چارو وزارت د درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست ته باید مسلکي کسان جذب شي ځکه په عدلي او قضایي دستګاه کې بحران د منلو نه دی.

ولسمشر غني دغه څرګنډونې تېره ورځ د لويې څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست او عدلي او قضایي مرکز مسوولینو سره په کتنه کې وکړې.

غني ویلي، چې د لويې څارنوالۍ ادارې د رهبري رول د منلو وړ نه دی او په دې برخه کې جدي پوښتنې شته.

هغه زیاته کړې چې د فساد قضیې باید په دوامدار ډول تعقیب شي، بېرته په شا باید ونه ګرځي او عدلي او قضایي مرکز دې وارزول شي.

د نوموړي په وینا، د کورنیو چارو وزارت درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست ته باید مسلکي کسان جذب او عدلي او قضایي مرکز دې پاک شي، ځکه په عدلي او قضایي دستګاه کې بحران د منلو نه دی او په اداري فساد ککړ او بدنام کسان باید ونیول شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...