په کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت وايي، د افغانانو لپاره د ‘ځانګړي مهاجرت ‘ ویزې ورکولو بهیر او ورکړه د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې بیا پیلوي.
په امریکا کې د اوسېدو دغه ډول وېزه هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې په افغانستان کې یې له مېشتو امریکايي ځواکونو یا نورو امریکایانو سره دنده تر سره کړې وي او له همدې کبله یې په هېواد کې ژوند له خطر سره مخامخ وي.
د کډوالۍ په هکله د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امر له مخې د دغه ډول ویزو د ورکولو بهیر درېدلی و، خو په امریکا کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره اوس دغه بهیر له سره پیلېږی.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، په لومړي پړاو کې به د ویزو پر هغو غوښتنلیکونو غور کېږي او هغه کسان به مرکو ته غوښتل کېږي چې د کورونا وبا له کبله یې مرکې لغو شوې وې.
د سفارت اعلامیه زیاتوي له دې وروسته به د سفارت کونسلي برخه د ویزو لپاره نوي غوښتنلیکونه مني.
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې د کورونا اړوند روغتیايي خوندیتوب تدبیرونو ته په پام سره به د ویزو بهیر پر مخ ځي.
د امریکا واشنګټن پوسټ له دې مخکې په یوه رپوټ کې ویلي و، چې د امریکا نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته به د زرګونو غوښتنلیکونو ارزونې دغه درول شوی بهیر بېرته پیل شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې هغه ۷ زره ویزې چې د ۲۰۲۰ کال لپاره د امریکا کانګرس افغانانو ته منلې وې، نه دي ورکړل شوې. دغه راز له دې مخکې ۲۰۱۹ کال کې د کانګرس له لوري د افغانانو لپاره نژدې ۵۰۰۰ ویزې منل شوې وې، چې هغه هم نه دي ورکړل شوې.
د دغې ادارې شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۹ کال له سپتمبر راهیسې د نژدې ۱۹ زره غوښتنلیکونو ارزونې لړۍ په ټپه ولاړه وه او له همدې کبله ښايي د غوښتنلیکونو شمېر زیات وي.
هغو افغانانو ته د امریکا ویزې ورکولو بهیر چې له امریکايي ځواکونو سره د فعالیت له کبله یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، له یوه پیچلي بهیره تېرېږي، چې ځینې مهال تر درې کلونو پورې هم وخت نیسي.
ځینې هغه کسان چې دغه ډول ویزې ته یې غوښتنلیکونه وړاندې کړي، د ویزې ورکولو پر اوږده بهیر نیوکې کوي او په وینا یې له دې کبله یې ژوند ته متوجه خطرونه ډېر شوي دي.