Home » افغانستان » ملي امنیت:طالبان د کویټې شورا په امر غواړي په عامه ځایونو کې بریدونو وکړي
رویداد خبري آژانس

ملي امنیت:طالبان د کویټې شورا په امر غواړي په عامه ځایونو کې بریدونو وکړي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، طالبان د کویټې شورا په امر غواړي په عامه ځایونو کې بریدونه وکړي او مسوولیت یې ونه مني.

ملي امنیت ریاست په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، وسله‌والو طالبانو ته له کویټې شورا امر شوی ترڅو په افغانستان او په ځانګړې توګه په کابل ښار کې په هغه ځایونو بریدونه وکړي چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي.

اعلامیه زیاتوي، طالبانو ته له کویټې شورا دا هم ویل شوي چې له بریدونو وروسته به یې مسوولیت نه مني.

د یاد ریاست په اعلامیه کې راغلي، ځانګړو ځواکونو په کابل ښار کې د نقیب الله په نوم یو کس نیولی چې له ډېرې مودې راهیسي یې له وسله‌والو طالبانو سره کار کولو او هرکله چې به امنیتي ځواکونو پروان ته حرکت کولو یاد کس به طالبانو ته راپور ورکولو.

دافغانستان د ملی امنیت ریاست په خبرپاڼه کې ویلي، نقیب الله ته تازه په کابل ښار کې د چسپکي بریدونو مسوولیت هم سپارل شوی وو.

 د یادو بریدونه یوه ډله یې په نښه کړې ده او واي، چې ډېر ژر به یې د عملیاتو په ترڅ کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي وژني زیاتې شوې دي او دغه ښار خپل هر سهار د چاودنو په غږ پیلوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...