Home » افغانستان » کندهار کې چاودنه شوې؛ مرګ ژوبله لري

کندهار کې چاودنه شوې؛ مرګ ژوبله لري

کندهار ښار دریېمه ناحیه کې د چاودنې له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، د کندهار امنیتي چارواکي پیښه مني او وايي په پيښه کې دوه تنه ملکي کسان وژل شوي او د پولیسو په ګډون ۲۰ نور ټپیان دي.

د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي پیښه تیره شپه شاو خوا ۷ نیمې بجې د کندهار ښار درېیمې ناحیې په چوک کې رامنځته شوه.

جمال ناصر وویل چاودیدونکي توکي په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و.

نوموړی وايي چاودنه د پولیسو یوې پوستې ته نږدې شوې چې پکې د درېیمې حوزې معاون او یو پولیس هم ټپیان شوي دي.

بارکزی زیاتوي د حوزې معاون روغتیايي وضیعت د اندیښنې وړ دی.

د پیښې مسولیت تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...