Home » افغانستان » یونیسف ادارې ننګرهار روغتون سره روغتیايي توکي مرسته وکړه

یونیسف ادارې ننګرهار روغتون سره روغتیايي توکي مرسته وکړه

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نصیر احمد درانی وایي، په ختیځ کې د یونیسف ادارې له لورې ورسره د ماسک، لباس، سورنج، کنولونو، سیروم مکمل سیټونو، د اکسیجن مصرفي سیټونو او یو شمېر نور چې ټول اتلس قلمه توکې کیږي، د کرونا ناروغۍ د درملنې په موخه مرسته وکړه .

هغه د یادې مرستې څخه مننه وکړه او رسماٌ یې توکې د کرونا تجرید مرکز مشر ډاکټر احسان الله شینواري ته وسپارل او لارښوونه یې وکړه چې په ښه توګه ترې ګټه واخیستل شي .

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت خبر ورکړ چې د ژمي په راتګ سره د کرونا دویمه څپه راغلې، د روغتیا وزیر زیاته کړه دوی د کرونا پر وړاندې لکه د لومړي څپې پر وړاندې چې مبارز کړې، د دویمې څپې لپاره به هم اماده ګي ونیسي.

په دې وروستیو کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو او مړو شمېر لوړ ښودل کیږي، یوازې پرون ورځ په هېواد کې ۲۴۳ مثبتې پیښې ثبت شوي، ۷ تنه مړه شوي او ۱۳۵ تنه بیرته روغ شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...