Home » افغانستان » دفاع وزارت: د بلخ په ولسوالۍ کې ۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت: د بلخ په ولسوالۍ کې ۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن (د لړم ۱۹ مه) د افغانستان دفاع وزارت چارواکي په یوه اعلامیه کې ویلي چې تیره شپه د بلخ ولایت د بلخ په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې.

 امنیتي چارواکي وايي یاده نښته د (بابه یوسف) په کلي کې رامنځته شوې چې ۵ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

چارواکي دا هم ویلي چې په همدې ولایت کې د وسلوالو یو کړی ځای پرځای شوی ماین دشورتپی ولسوالۍ د «جوی وکیل» د کلی څخه کشف او شڼد شوی دی.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...