په میدان وردګو ولایت کې د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاست د ولسي تړون پروګرام له لوري د نرخ ولسوالۍ په ده مسلم سیمه کې د نجونو او هلکانو د یوه لومړني ښوونځي د جوړولو چارې د یو کال په موده کې بشپړې شوي.
یاد ښوونځی شپږ ټولګي، یوه اداري خونه، یوه د څښاک اوبو څاه او درې بابه تشنابونه لري، چې پر رغولو یې(٤٢٦٤٧٦٩)افغانۍ لګښت شوی او په راتلونکې کې به د یادې سیمې سلګونه تنه زده کوونکي د زده کړو لپاره د یوه معیاري او مناسب چاپیریال له شتونه برخمن شي.