Home » افغانستان » راندپال:د امریکا ولسمشر له افغانستان د پوځیانو د ایستلو په برخه کې جدي دی
رویداد خبري آژانس

راندپال:د امریکا ولسمشر له افغانستان د پوځیانو د ایستلو په برخه کې جدي دی

امریکایي سناتور راند پال وایي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو په برخه کې جدي دی.

سناتور راند پال وايي چې تازه یې له ولسمشر ټرمپ سره د افغانستان د وضعیت پر سر خبرې کړې دي.

دده په وینا ټرمپ ژمنه کړې چې ژر تر ژره به له افغانستان خپل سرتېري وباسي.

دده په خبره ټرمپ د سرتېرو د ایستلو په برخه کې جدي دی او هغه په تمامه مانا غواړي د امریکا ناپایه جګړې پای ته ورسوي.

ټرمپ څو ورځې وړاندې په ټوېټ پیغامونو کې ویلي وو چې ژر به له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي هغه د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو لپاره دوه میاشتې وخت ورکړی دی.

دې مسئلې په امریکایي حکومت کې ګڼ غبرګونونه لرلي دي او ډېر امریکایان یې کمپایني څرګندونې بولي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...