د ایران پېژندل شوی سندرغاړی محمد رضا شجریان د سرطان ناروغۍ له کبله د ۸۰ کلونو په عمر ومړ.
دغه ایرانی وتلی سندرغاړی چې له پنځوس کالو راهیسي په فارسي ژبه سندري وایي د پنجشنبې په ورځ یې په تهران ښار کې د سرطان ناروغي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
محمد رضا شجریان د ایران ترڅنګ په افغانستان کې هم ډېر زیات مینوال درلودل او مرګ یې په ایران او افغانستان کې مینوال خواشیني کړي دي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د نوموړي په مرګ خواشیني ښودلې او هغه یې د موسیقي په برخه کې یو ستوری یاد کړی دی.