Home » افغانستان » هلمند او نیمروز کې ۶ کړۍ ماینونه کشف شوي

هلمند او نیمروز کې ۶ کړۍ ماینونه کشف شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي تیره ورځ د ۲۱۵ میوند قول اردو اړوند د ماین پیژندنې مسلکي پوځیانو د هلمند ولایت اړوند ناوې او د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالیو کې ۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي نوموړي ماینونه د وسله والو طالبانو له خوا ملکي وګړو ته د زیان اړولو په موخه ځای پر ځای شوي ول.

دفاع وزارت په خبرپاڼه کې دا هم لیکلي چې دوی د امنیت د لاټینګښت لپاره له هیڅ ډول هڅو دریغ نه کوي او دښمن دې دا هم له سره وباسي، چې دوی به کومه سیمه ونیسي او یا به په خپلو شومو اهدافو کې کامیاب شي.

دفاع وزارت دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په پلازمېنې کابل کې هدفي وژنې، غلا، اختطاف او واړه جرمونه خلک اندیښمن کړي دي او د بشپړ امنیت غوښتونکي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...