Home » افغانستان » دقطر دبهرنیو چارو وزیر:په بین الافغاني مذاکراتو کې بې طرفه پاتې کېږو
رویداد خبري آژانس

دقطر دبهرنیو چارو وزیر:په بین الافغاني مذاکراتو کې بې طرفه پاتې کېږو

د قطر د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د افغان سولې مذاکراتو کې دوی بې طرفه دي او په دې بهیر کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

ددغه پلاوي لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې د پلاوي مشر معصوم ستانکزي د قطر د ملي امنیت له سلاکار، د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلی دي.

د قطر د ملي امنیت سلاکار محمد بن احمد المسند په دې لیدنه کې ویلي، د مذاکراتو له کوربه‌ توب څخه د قطر دولت موخه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راتګ دی.

ده د افغانستان د سولې مذاکراتو د ګټور مخته ‌تګ لپاره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

نوموړي د مذاکراتو په جریان کې د قطر له لوري د بې‌ طرفۍ د اصل پر اختیار ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد دولت به د مذاکراتو په بهیر کې پر مطرح شوو مسایلو نظر څرګند نه‌ کړي او د بهیر د دوام ملاتړ کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...