Home » افغانستان » هلمند کې پر افغان ځواکونو پرون شپه موټربم برید شوی دی
رویداد خبري آژانس

هلمند کې پر افغان ځواکونو پرون شپه موټربم برید شوی دی

هلمند کې د وسله والو طالبانو موټربم برید افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي تېره شپه شاوخوا اته بجې د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر افغان ځواکونو موټربم برید شوی دی.

هغه وايي په دې بريد کې څلور سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ځینو نورو سرچینو بیا رسنیو ته ویلي چې د ټپیانو شمېر شپږ کسه دی.

ځواک وايي چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى او ټپي سرتيري روغتون ته ليږدول شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...