Home » افغانستان » خليلزاد: د افغان ښځو حقوق ارزښت لري او د هغو ملاتړ کوو.
رویداد خبري آژانس

خليلزاد: د افغان ښځو حقوق ارزښت لري او د هغو ملاتړ کوو.

د افغانستان د پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د متحده ایالاتو د کانګرس په استماعیه غونډه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړوند د امریکایي وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل؛ هغه استماعیه غونډه چې تر ډیره حده د افغان ښځو د حقونو په ساتلو باندې متمرکزه وه.

پدغه غونډه کې چې د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۲ (تلې ۱) جوړه شوی وه د امریکا د سنا مجلس د ملي امنیت د فرعي کمیټې رئیس ستیفن لینچ، وویل: “مونږ نه غواړو چې د بې احتیاطۍ له مخې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې له لاسه ووځي.”

ښاغلي لینچ وویل چې د افغانستان د ولسي جرګې ۱۹ غړو دغه کمیټې ته په یو لیک کې د امریکا د متحده ایالاتو څخه غوښتي چې د افغانستان د ښځو له حقونو څخه دفاع وکړي او “د طالبانو سره په توافق کې باید د افغانستان د ټولو ښځو او نارینو حقونه وساتل شي؛ باید ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه ونه نیول شي؛ زمونږ د تاسیساتو د تخریب او د دموکراسۍ او ازادۍ د لاسته راوړنو د شا تګ سبب نشي.”

ښاغلي خلیلزاد هم پر دې مسلې باندې په ټینګار سره وویل: “مونږ غواړو ډاډ ورکړو چې بشري حقونه، د ښځو حقونه، د لږکیو حقونه، د ماشومانو او د افغانستان د ټولو اوسیدونکو حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د امریکا متحده ایالاتو ته لوړ اهمیت لري. زه غواړم د افغانستان ښځو ته ووایم چې مونږ به له هغوی سره مل واوسو.”

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا-طالبانو په توافقنامه کې ولې د ښځو د حقونو مسله نه وه ذکر شوې او اوس څنګه دغه موضوع حل کیږي وویل: “لاهم مذاکرات روان دي، او لاهم د امریکا-طالبانو موافقه نده پلې شوې. سره له دې چې دغه مذاکرات د افغانانو په مشرۍ دي، مونږ به په کې دخیل اوسو، څارنه به یې کوو او په ټینګار سره به خپل نظریات په ډاګه کړو. غواړم تاسې ته ډاډ درکړم چې د ښځو له حقونو او هغو لاسته راوړنو څخه چې پدې اړه مو ترلاسه کړي چې باید یرې وویاړو، د هغې ملاتړ به وکړو.”

ښاغلي خلیلزاد وویل، طالبانو ویلي دي چې ښځې به د زده کړو او کار کولو حق ولري او کولای شي چې د وزیر په حیث هم دنده ترسره کړي. خو هغه زیاته کړه چې باید انتظار وباسو او د هغوی دغه خبرې په عمل کې وګورو، که چیرې هغوی د افغانستان د راتلونکي حکومت یوه برخه وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...