Home » افغانستان » یوناما په افغانستان کې خپل ماموریت د یوه کال لپاره نور هم تمدید کړ
رویداد خبري آژانس

یوناما په افغانستان کې خپل ماموریت د یوه کال لپاره نور هم تمدید کړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ یا یوناما ماموریت په دغه هیواد کې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۵ مې د یو کال لپاره نور هم وغځول شو.

یاده پرېکړه پرون سې شنبه سپټمبر۱۵ د (وږي۲۶) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې شوې ده.

په ملګرو ملتونو د افغانستان دایمي استازې له دغه پرېکړې څخه هر کلی کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادلې راز ویلي چې د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره نور غځول په دې حساس پړاو کې چې د سولې خبرې روانې دي له نوي افغانستان څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ او ترڅنګ درېدو ښکارندویي کوي.

اغلې راز زیاته کړې:”افغانان د سولې غوښتونکي دي چې د اساسي قانون، له خپلواکۍ او موجوده فرصتونو څخه،جمهوریت چې ټول شموله دی او دټولو خلکو استازوالي کوي، زموږ ازادې رسنۍ دفاع او ساتنه وشي.”

په افغانستان کې د یونام ماموریت پر داسې مهال غځیږي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوي دي.

تر دا مهاله دواړو لورو دوې عمومي غونډي کړي دي.

افغان حکومت تر دې مخکې ویلي چې په یادو مذاکراتو کې به د تیرو کلونو له لاسته راوړنو څخه دفاع وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...