د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اتمر به په دې سفر کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، ددغه هېواد له لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او د تاجکستان د ملي امنیت د کمېټې له مشر سره لیده کاته ولري.
دغه دوه ورځنی سفر د تاجکستان په رسمي بلنه ترسره کېږي او دواړه لوري به په سیمه کې پر روان وضعیت، اقتصادي همکاریو، ترانزیت، مرزي مسایلو، ترانسپورت، امنیتي همکاریو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې ولري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په دې سفر کې تر ټولو ستره موخه دا ده چې دواړه هېوادونه لا سره نږدې شي او په بېلو مواردو کې اړیکې پراخې کړي.