Home » افغانستان » د ورېښمو پله له لارې د صادراتو کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې
د ورېښمو پله لار

د ورېښمو پله له لارې د صادراتو کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې

د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د ورېښمو پله له لارې د صادراتو کچه د تېرو دوو میاشتو په پرتله ۵۰ سلنه زیاته شوې ده.

د دوی په خبره، مېوې، سابه، حبوبات او وچې مېوې د دغه ولایت مهم صادراتي توکي دي، چې ایران، عراق، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته صادرېږي.

سوداګر د صادراتو د لا زیاتوالي او پراختیا په موخه غوښتنه کوي، چې د ورېښمو پله او میلک بندرونو د پولې دواړو غاړو ته د توکو د سکن کولو دستګاوې نصب شي.
بلخوا، د نیمروز ولایت مسوولین ډاډ څرګندوي چې د اړوندو ادارو په همکارۍ به د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر لا اسانه او چټک کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ژمي په درشل کې د خوراکي توکو د وارداتو پر زیاتوالي او د بازار اړتیاوو پر پوره کولو ټینګار وشو

د افغانستان د سوداګرۍ او ...