Home » سیمه او نړی » ډېره اسماعیل خان کې وسله‌والو د بورې کارخونې ۱۷ کارکوونکي تښتولي
ډېره اسماعیل خان

ډېره اسماعیل خان کې وسله‌والو د بورې کارخونې ۱۷ کارکوونکي تښتولي

د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د انډس پر لویه لار، د چیرا ماینر سیمې ته نږدې، ناپېژاندو وسله‌والو د مسافرو یو کوسټر او د بورې د یوې کارخونې بس درولي او یو شمېر مسافر او کارکوونکي یې له ځان سره بیولي دي.

د سه‌شنبې او چهارشنبې ترمنځ شپه د پاراوا پولیسو حوزې په اړونده سیمه کې شوې ده.
راپورونه زیاتوي، چې په دې پېښه کې د بورې د کارخونې لږ تر لږه ۱۷ کارکوونکي لا هم تري تم دي، خو د حسن کوچ پنځه مسافرخوشې شوي دي. د خوشې شویو مسافرو په وینا، هغوی خپل منزل ته د رسېدو لپاره شاوخوا څلور ساعته پلی مزل کړی دی.
تر اوسه د دغې پېښې د مسؤلیت اخیستو په تړاو هېڅ وسله‌والې ډلې څه نه دي ویلي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

الازهر د منځني ختیځ د جګړو د پای ته رسولو لپاره د بېړنۍ منځګړې کمېټې غوښتنه کړې

د الجزیرې او نورو رسنیو ...