د ژبې لکنت نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۲۲مه د عامه پوهاوي د لوړولو، د تبعیض د کمولو او د هغو ناسمو باورونو د اصلاح په موخه نمانځل کېږي چې د ژبې د بندښت لرونکو کسانو په اړه شتون لري.
د طبي معلوماتو له مخې، د ژبې لکنت يا بندښت د خبرو کولو د روانۍ یو اختلال دی چې د خبرو پر مهال د غږونو یا کلمو له غیرارادي تکرار، د غږونو له اوږدېدو او د خبرو له لنډمهاله بندېدو سره مل وي او دا حالت ډېری وخت په ماشومتوب کې پیلېږي او تر لویوالي پورې دوام کولی شي.
د دې ورځې د نمانځنې موخه د لکنت لرونکو کسانو د ځانباورۍ پیاوړتیا، د ټولنیز ملاتړ زیاتول او د خبرو کولو د بېلابېلو طریقو منل دي. متخصصان ټینګار کوي چې لکنت باید د ملنډو، تبعیض او ټولنیز انزوا لامل نه شي، بلکې له دغو کسانو سره باید د درناوي، زغم او همکارۍ له مخې چلند وشي، څو هغوی وکولی شي په ډاډه زړه خپل نظرونه څرګند او په ټولنه کې فعاله ونډه واخلي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس