Home » افغانستان » ایران اېر د تهران–کابل–مشهد الوتنې د اکتوبر له ۲۳مې بېرته پیلوي
ایران اېر

ایران اېر د تهران–کابل–مشهد الوتنې د اکتوبر له ۲۳مې بېرته پیلوي

د ایران ملي هوايي شرکت «ایران اېر» اعلان کړی، چې د تهران–کابل–مشهد پر مسیر به خپلې الوتنې د اکتوبر له ۲۳مې نېټې بېرته پیل کړي.
د دغه شرکت اجرائیوي مشر طاهر عبدالحی ویلي، چې د تهران–کابل–مشهد–تهران الوتنې به د ایران د تقویم د لړم میاشتې له لومړۍ نېټې سره سم بېرته پیل شي. د نوموړي په وینا، د دغو الوتنو په بیا پیل سره به د افغانستان او ایران د پلازمېنې تهران او شمال ختیځ ښار مشهد ترمنځ مستقیمه هوايي اړیکه بېرته ټینګه شي.

عبدالحی همداراز، د هوايي چلند د صنعت اقتصادي ستونزو ته په اشارې ویلي، چې د سون‌توکو د بیو لوړوالی، د کارکوونکو معاشونه او د هوايي ډګرونو د خدمتونو لګښتونه د هوايي شرکتونو پر مالي وضعیت فشار زیاتوي. هغه زیاته کړې، چې ایران اېر له بهرنیو هوايي شرکتونو، لکه ګلف اېر، لوفتانزا، اتریش اېرلاینز او ترکش اېرلاینز څخه د ځمکنیو خدمتونو، خوراکي توکو او نورو خدماتو په بدل کې د شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالرو د پاتې پیسو په راټولولو کې هم له ستونزو سره مخ دی. د نوموړي په وینا، پر ایران د امریکا بندیزونو او د بانکي حسابونو کنګل کېدو د دغو پیسو بېرته ترلاسه کول ستونزمن کړي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ازبکستان افغانستان ته د درملو د رسولو د اسانتیاوو پر پراختیا ټینګار وکړ

د ازبکستان د درملو جوړولو ...