Home » سیمه او نړی » د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې
افغانستان او ترکمنستان

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوض‌اوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول او د ګډو اقتصادي ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې موضوعات هم مطرح شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې، د ترکمنستان سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د دغې خونې رییس یې په ترکمنستان کې د جوړېدونکو دوو اقتصادي ناستو، چې یوه یې د «ترکمنستان د پانګونې فورم» ده، د ګډون لپاره بللی دی.
بل لور ته، هاشمي له ترکمنستاني چارواکو، سوداګرو او پانګوالو غوښتي چې د تلې په ۱۵مه په کابل کې جوړېدونکي «امام ابوحنیفه» نندارتون کې ګډون وکړي، څو خپل تولیدات او اقتصادي ظرفیتونه معرفي کړي او له افغان تولیداتو سره هم بلدتیا پیدا کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان کې د افغان محصلانو پر طبي زده‌کړو بندیز

د لاهور د روغتیايي علومو ...