Home » سیمه او نړی » منظور پښتین: د پښتونخوا او بلوچستان د ظلمونو تر شا د پنجابي‌ جنرالانو او سیاستوالو لاس دي
منظور پښتین

منظور پښتین: د پښتونخوا او بلوچستان د ظلمونو تر شا د پنجابي‌ جنرالانو او سیاستوالو لاس دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې پښتونخوا او بلوچستان کې د بېلابېلو ظلمونو او وژنو تر شا د پنجابي جنرالانو او سیاستوالو لاس دی.

منظور پښتین، مریم نواز ته په خطاب کې ویلي: « تر نن ورځې زموږ د ډله‌ییزو وژنو، ناامنۍ، د سرچینو لوټ، د خلکو نادرکه کولو، زموږ د سیاسي مشرانو بندي کولو او د ماشومانو او ښځو د وژنې تر شا د پنجاب جنرالان او سیاستوال دي.»
ښاغلي پښتین زیاته کړې، د پنجاب پوځ د پښتنو، بلوڅو، سندیانو، کشمیریانو، سرایکیانو او د ګلګت بلتستان د خلکو وطنونه ویجاړ کړي او د دوی بېلابېلې طبیعي سرچینې لوټي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ایران جګړې د محرمو معلوماتو د افشا کېدو په تړاو د ۵۰ امریکايي چارواکو څېړنه

امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا ...