Home » سیمه او نړی » د اسرائیلي بریدونو له امله په لبنان کې د وژل شویو شمېر ۸ زره او ۹۲۰ ته رسېدلی
لبنان

د اسرائیلي بریدونو له امله په لبنان کې د وژل شویو شمېر ۸ زره او ۹۲۰ ته رسېدلی

د لبنان د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۸مې تر ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې د اسرائیلي بریدونو له امله ۸ زره او ۹۲۰ کسان وژل شوي او ۳۰ زره او ۵۹۵ نور ټپیان شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، په لبنان کې د اسرائیلي بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۸ زرو او ۹۰۰ اوښتی، په داسې حال کې چې د ټپیانو شمېر نږدې ۳۰ زره او ۶۰۰ ته رسېدلی دی. د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې دغه شمېرې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې ثبت شوې دي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اګست په ۱۸مه ویلي و، چې شاوخوا ۳۶۰ زره کسان په لبنان کې د اسرائیلي بریدونو له امله بې‌ځایه شوي دي. د دې ادارې په وینا، که څه هم ډېری بې‌ځایه شوي کسان خپلو سیمو ته ستانه شوي، خو ګڼ شمېر کورنۍ لا هم له ویجاړو کورونو، د بنسټیزو خدمتونو له کمښت او ناامنیو سره مخ دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پوتین: روسیه به د اوکراین جګړې ته دوام ورکړي او د ایران ملاتړ به وساتي

د روسيې او اوکراين ترمنځ ...