د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړو په دوام کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، مسکو به په اوکراین کې له خپل اوسني دریځ څخه شاتګ ونه کړي او جګړې ته به دوام ورکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې روسیه به د امریکا او ایران ترمنځ د روان کړکېچ پر مهال د تهران ملاتړ هم وساتي.
پوتین دا څرګندونې په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې پر مهال کړې دي. نوموړي همداراز د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د ایران په اړه د مسکو پر دریځ خبرې کړې دي.
د پوتین څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین جګړه لا هم روانه ده او د امریکا او ایران ترمنځ هم پوځي او سیاسي کړکېچ دوام لري. مسکو او تهران په وروستیو کلونو کې خپلې سیاسي، اقتصادي او پوځي اړیکې هم پراخې کړې دي.
پوتین
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس