Home » سیمه او نړی » د ایران جګړې د محرمو معلوماتو د افشا کېدو په تړاو د ۵۰ امریکايي چارواکو څېړنه
د ایران جګړې

د ایران جګړې د محرمو معلوماتو د افشا کېدو په تړاو د ۵۰ امریکايي چارواکو څېړنه

امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا حکومت د ایران د جګړې په تړاو د محرمو معلوماتو د افشا کېدو په اړه د ګډو ځواکونو د لوی درستیز له دفتر سره د شاوخوا ۵۰ پوځي او ملکي چارواکو د دروغ معلومولو ازموینې اخیستې دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، څېړنې د ایران جګړې له امله د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو او «پېټریوټ» دفاعي سیستمونو د توغندیو د کمښت په اړه د معلوماتو پر افشا کېدو متمرکزې دي.
بلخوا، د سي‌بي‌اېس نیوز د راپور له مخې، په دې ازموینو کې اېف‌بي‌اې ګډون نه درلود او د امریکا پوځ خپل داخلي څېړونکي کارولي دي. راپور زیاتوي، د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډان کېن په دې څېړنه کې شامل نه و او هېڅ یوه چارواکي د هغو پوښتنو په ځواب کې، چې د معلوماتو د افشا کولو د معلومولو لپاره طرحه شوې وې، ناکامي نه ده ښودلې. څېړونکو دا اندېښنه هم لرله چې ښايي یو حکومتي چارواکی د بهرني هېواد لپاره جاسوسي کوي.
په ورته مهال، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پوځي مهماتو د کمښت راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پوځ «د وسلو سترې زېرمې» لري. نوموړي افشا شوي معلومات «خیانت‌کارانه څرګندونې» او «جعلي خبرونه» بللي او ګواښ یې کړی چې مسوول کسان به ونیول شي او له سختو بندي سزاوو سره به مخ شي.

د پنټاګون ویاند شان پارنېل ویلي، دغه اداره د داخلي کارکوونکو او څېړنو په اړه تبصره نه کوي، خو د محرمو معلوماتو افشا کېدل جدي ګڼي. دا څېړنه وروسته له هغې پیل شوې چې د امریکا د دفاع وزیر د امرونو د کتاب (Secretary of Defense Orders Book) یوه محرمه برخه د اګست په ۱۴مه رسنیو ته افشا شوې وه. ویل کېږي چې په دې برخه کې د جګړې د دوام په اړه د لوړپوړو پوځي قوماندانانو مخالفتونه ثبت شوي وو.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

میرضیایف: په افغانستان کې سوله د سیمې د امنیت لپاره بنسټیز اهمیت لري

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ...