رويټرز راپور ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له پیلېدو شپږ میاشتې وروسته، قطر د دې جګړې له امله له سترو اقتصادي زیانمنو هېوادونو څخه بلل کېږي، چې د اوبلن ګاز صادرات يې ۹۶ سلنه کم شوي دي.
د راپور له مخې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، عراق او کویټ هم د تېلو د صادراتو له کمښت سره مخ شوي، خو د ګازو د صادراتو له پلوه يې تر قطر زياونونه کم ارزول شوي دي.
د رویترز د محاسبو له مخې، قطر په دې موده کې د ګازو له خرڅلاو څخه شاوخوا ۲۴ میلیارد ډالر عاید له لاسه ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال د عوایدو پر بنسټ، د دغه هېواد د شاوخوا پنځو میاشتو عاید سره برابرېږي، چې دغه وضعیت د قطر پر اقتصاد د جګړې د اغېزو د پراخېدو څرګندونه کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس