د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب وايي، اسلاماباد له امریکا څخه د ۱۰ میلیارد ډالرو د اسعارو د تبادلې اسانتیا غوښتنه کړې، څو د هېواد د بهرنیو اسعارو زیرمې پیاوړې او د پانګهوالو باور زیات شي. نوموړي ویلي، له واشنګټن سره د دې غوښتنې په اړه خبرې مثبتې او رغنده روانې دي او تمه ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د امریکا ځواب ترلاسه کړي.
د معلوماتو پر اساس، دا اسانتیا د عادي پور یا مرستې پر ځای د امریکا د خزانې له لارې د مالي ملاتړ یو احتمالي چوکاټ دی چې د اړتیا پر مهال پاکستان ته د بهرنیو اسعارو د کمښت پر وړاندې د ملاتړ زمینه برابروي.
پاکستان داسې مهال ددغه ملاټر غوښتنه کړې چې لا هم د اقتصادي ستونزو د کنټرول لپاره د نړیوال وجهي صندوق (IMF) پر ۷ میلیارد ډالري پروګرام تکیه لري، خو هڅه کوي چې ورو ورو پر بهرنیو پورونو او مالي مرستو خپله اړتیا کمه کړي او نړیوالو مالي بازارونو ته بېرته لار پیدا کړي. د پاکستان حکومت غواړي د صادراتو په زیاتولو سره بهر ته د توکو د پلور عواید لوړ کړي، څو د وارداتو او صادراتو ترمنځ کسر کم او د تادیاتو د بیلانس ستونزه تکرار نه شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس