Home » سیمه او نړی » واشنګټن او ریاض د ملکي اټومي انرژۍ تاریخي هوکړه لاسلیک کړه
اټومي انرژۍ

واشنګټن او ریاض د ملکي اټومي انرژۍ تاریخي هوکړه لاسلیک کړه

د امریکا د انرژۍ وزارت اعلان کړی چې امریکا او سعودي عربستان له څو کلونو خبرو اترو وروسته د ملکي اټومي انرژۍ هوکړه لاسلیک کړې ده. د دې هوکړې له مخې، سعودي عربستان کولای شي د امریکا د ټکنالوژۍ په کارولو اټومي بټۍ جوړې کړي او د ملکي اټومي پروګرام لپاره یورانیم هم غني کړي.

د دې هوکړې له مخې، سعودي عربستان به د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ناڅاپي پلټنو منلو ته اړ نه وي، چې دې کار د اټومي وسلو د خپرېدو په اړه اندېښنې راپارولې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه هوکړه به اوس د امریکا کانګرس ته واستول شي. که کانګرس یې د ۹۰ کاري ورځو په موده کې رد نه کړي، نو هوکړه به په رسمي ډول نافذه شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ملکي اټومي همکارۍ لپاره قانوني چوکاټ رامنځته کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، یو شمېر کارپوهان اندېښنه لري چې د یورانیمو د غني کولو اجازه به په راتلونکي کې سعودي عربستان د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا ته ورنږدې کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

فرانسه د ماشومانو د خونديتوب لپاره پر ټولنیزو رسنیو محدودیت لګوي

د فرانسې پارلمان د ټولنیزو ...