د جولای ۱۱مه هر کال د نفوس نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. ملګرو ملتونو دغه ورځ په ۱۹۸۹ کال کې په دې موخه ونوموله، څو وکولی شي د نفوس اړوند مهمو موضوعاتو، لکه د کورنۍ د تنظیم، روغتیا، جنسیتي برابرۍ او دوامدارې پراختیا په اړه عامه پوهاوی لوړ کړي.
د ۲۰۲۶ کال د نفوس نړيوالې ورځې شعار «د ځوانانو د هیلو او ارمانونو پوره کول؛ د نن او راتلونکې لپاره» ټاکل شوی، چې د ځوانانو پر روغتیا، زده کړو، د کورنۍ د جوړولو پر ازاد انتخاب او د هغوی پر راتلونکو فرصتونو تمرکز لري.
د مالوماتو پر بنسټ، دا شعار د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) د نفوسي راتلونکي سروې له نوي راپور سره تړاو لري، په دې سروې کې د ۷۳ هېوادونو له ۱۸ تر ۳۹ کلونو پورې له څه باندې ۱۰۰ زرو کسانو څخه د دوی د ژوند، واده، اولاد لرلو او راتلونکو هیلو او ارمانونو په اړه پوښتنې شوې دي. د سروې موخه دا ده چې د نفوسي بدلون، د زېږون اړوندو حقونو او دوامدارې پراختیا په اړه نړیوال بحثونه د کره معلوماتو او شواهدو پر بنسټ پیاوړي کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس