د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتېرېش، بنګلهدېشۍ ډیپلوماټه رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه پلاوي (یوناما) د نوې مشرې په توګه نومولې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې، که د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې له دې وړاندیز سره مخالفت ونه کړي، د هغې ټاکنه به وروستۍ شي.
رباب فاطمه دا مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره د دې سازمان لوړه استازې ده. نوموړې د ډیپلوماسۍ او نړیوالو همکاریو په برخه کې څو لسیزې تجربه لري او د تایید په صورت کې به د یوناما اوسنۍ مشره، روزا اوتونبایوا، ځایناستې شي.
د يادونې وړ ده، یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو د همغږۍ، بشري مرستو او له افغان لورو سره د اړیکو په برخه کې مهم رول لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس