د مرکزي او سويلي اسیا ترمنځ د اتصال په اړه د ترمذ ډیالوګ په څنډه کې، د مرکزي اسیا او افغانستان د کارپوهانو ترمنځ په لوړه کچه ناسته ترسره شوه.
د خپرو شويو مالوماتو پراساس په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو پالیسي جوړونکو او شنونکو د سیمهییز ثبات، اقتصادي همکاریو او د نښلونې د پراختیا په اړه خپل نظرونه شریک کړي.
يادې غونډې کې د سوداګریزو دهلېزونو د پراختیا، د ترانسپورټي او انرژۍ د شبکو د پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو د پراخولو په اړه بحثونه شوي او د یوې باثباته، او سوکاله سیمې لپاره پر ګډې ژمنې او همکارۍ ټينګار وشو او د مرکزي اسیا او افغانستان ترمنځ نږدې همکاري د سیمهییز ادغام او پرمختګ لپاره مهم وبلل شول.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس