د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس، سید کریم هاشمي، د ایران ـ افغانستان د ګډې خونې له پلاوي او په کابل کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، افغانستان د خپلو طبیعي سرچینو، مناسب ټرانزیټي موقعیت او د پانګونې د پراخو فرصتونو له امله د ایراني سوداګرو او پانګوالو لپاره د پام وړ زمینه برابره کړې ده.
په همدې حال کې، په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بېکدلي د ایراني سوداګریز پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د تهران د ژمنې څرګندونه بللې او د خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی.
بل لور ته، د ایران ـ افغانستان د ګډې خونې رییس محمود سیادت ویلي، د یاد پلاوي د سفر اساسي موخه ایران ته د افغانستان د صادراتو پیاوړي کول دي. د هغه په وینا، پنبه، غوښه او معدني مواد د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه دي. د دواړو لورو استازو په دې ناسته کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د اقتصادي ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې لپاره د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس