Home » افغانستان » سیمه‌ییز امنيت لپاره د افغانستان امنيت اړين ګڼل شوې
قرغیزستان

سیمه‌ییز امنيت لپاره د افغانستان امنيت اړين ګڼل شوې

د قرغیزستان ولسمشر سدیر جباروف په خپلو ورستيو خبرو کې ويلي، که هېواد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړیتوب ترلاسه کړي، نو د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته په استول شوي پیغام کې ټینګار کړی چې د منځنۍ اسیا امنیت او ثبات له افغانستان سره مستقیم تړاو لري او د افغانستان دوامدارې ستونزې د سیمې پر امنیت اغېز کولای شي.

جباروف همداراز ویلي، قرغیزستان د سیمه‌ییز ثبات او بشري همکارۍ د سیاست له مخې له افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړی دی. هغه زیاته کړې چې هېواد یې د زده‌کړو، روغتیا او بشري ملاتړ په برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دی او هڅه کوي د نړیوالو مرستو د دوام لپاره د نړيوالې ټولنې پام هم راواړوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه په وروستیو کلونو کې د افغانستان له اوسني وضعیت سره د تعامل او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراخولو ټینګار کوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نن په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین لړۍ پيل شوه

د عامې روغتیا وزارت اعلان ...