د قرغیزستان ولسمشر سدیر جباروف په خپلو ورستيو خبرو کې ويلي، که هېواد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړیتوب ترلاسه کړي، نو د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړي د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته په استول شوي پیغام کې ټینګار کړی چې د منځنۍ اسیا امنیت او ثبات له افغانستان سره مستقیم تړاو لري او د افغانستان دوامدارې ستونزې د سیمې پر امنیت اغېز کولای شي.
جباروف همداراز ویلي، قرغیزستان د سیمهییز ثبات او بشري همکارۍ د سیاست له مخې له افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړی دی. هغه زیاته کړې چې هېواد یې د زدهکړو، روغتیا او بشري ملاتړ په برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دی او هڅه کوي د نړیوالو مرستو د دوام لپاره د نړيوالې ټولنې پام هم راواړوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه په وروستیو کلونو کې د افغانستان له اوسني وضعیت سره د تعامل او سیمهییزو همکاریو پر پراخولو ټینګار کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس