Home » سیمه او نړی » ایران د امریکا له لوري وړاندې شوی د ۴۸ ساعته اوربند وړاندیز رد کړی دی
WAR

ایران د امریکا له لوري وړاندې شوی د ۴۸ ساعته اوربند وړاندیز رد کړی دی

امریکايي رسنیو او راپور ورکړی چې ایران د امریکا له لوري وړاندې شوی ۴۸ ساعته اوربند وړاندیز رد کړی دی.د فارس خبري اژانس د سرچینو په وینا، دا وړاندیز د چهارشنبې په ورځ د یوه درېیم هېواد له لارې تهران ته لېږدول شوی و.

په همدې حال کې، جواد ظریف، چې د مسعود پزشکیان له حکومت سره نږدې څېره بلل کېږي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران د وړاندیز جزییات افشا کړي دي. دغه طرحه د ایران او امریکا ترمنځ د متقابلو ژمنو یوه مجموعه ده.

د دې طرحې له مخې، ایران ژمنه کوي چې هېڅکله به د اټومي وسلو په لټه کې نه شي، د یورانیمو د غني کولو کچه به تر ۳.۶۷ سلنې پورې راټیټه کړي او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې الحاقي پروتوکول به د دوامدار نظارت لپاره تصویب کړي.

همدارنګه، د هرمز تنګي له لارې د سوداګریز تګ راتګ د خونديتوب تضمین، له امریکا سره د نه یرغل تړون لاسلیک، په سیمه‌ییز امنیتي چوکاټ کې ګډون، او د اټومي فعالیتونو یوه برخه یو سیمه‌ییز کنسرسیوم ته سپارل هم د دې وړاندیز نور مهم ټکي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...