امریکايي رسنیو او راپور ورکړی چې ایران د امریکا له لوري وړاندې شوی ۴۸ ساعته اوربند وړاندیز رد کړی دی.د فارس خبري اژانس د سرچینو په وینا، دا وړاندیز د چهارشنبې په ورځ د یوه درېیم هېواد له لارې تهران ته لېږدول شوی و.
په همدې حال کې، جواد ظریف، چې د مسعود پزشکیان له حکومت سره نږدې څېره بلل کېږي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران د وړاندیز جزییات افشا کړي دي. دغه طرحه د ایران او امریکا ترمنځ د متقابلو ژمنو یوه مجموعه ده.
د دې طرحې له مخې، ایران ژمنه کوي چې هېڅکله به د اټومي وسلو په لټه کې نه شي، د یورانیمو د غني کولو کچه به تر ۳.۶۷ سلنې پورې راټیټه کړي او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې الحاقي پروتوکول به د دوامدار نظارت لپاره تصویب کړي.
همدارنګه، د هرمز تنګي له لارې د سوداګریز تګ راتګ د خونديتوب تضمین، له امریکا سره د نه یرغل تړون لاسلیک، په سیمهییز امنیتي چوکاټ کې ګډون، او د اټومي فعالیتونو یوه برخه یو سیمهییز کنسرسیوم ته سپارل هم د دې وړاندیز نور مهم ټکي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس