د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تېر ۱۴۰۴ کال دکابل په کچه ۲۷۵ زره او ۳۵۹ کسانو ته د کاغذي تذکرو خدمتونه وړاندې کړي دي.
د یادې ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې وړاندې شویو خدمتونو کې د ۱۲ زره او ۶۰۲ نویو کاغذي تذکرو او د ۱۰ زره او ۶۲۳ مثنی تذکرو وېش او همدارنګه د ۴۲ زره او ۳۴۱ کاغذي تذکرو تایید او ۱۳۹ زره او ۲۶۲ کسانو ته د تذکرو اصلاحي خدمتونه شامل دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس