Home » نوی نسل؛ د راتلونکي هیله » طبابت په سوداګرۍ مه بدلوئ!

طبابت په سوداګرۍ مه بدلوئ!

محمد فهیم فهمي د غاښونو ډاکټر دی. هغه په کابل پوهنتون کې د غاښونو د طب په برخه کې تحصیل کړی او اوس یې په کابل کې د غاښونو د درملنې یو مرکز جوړ کړی دی. هغه په خپل طبي مرکز کې څو نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابر کړې ده.

ښاغلی فهمي وايي چې پخوا به د غاښونو ځینې ستونزې بهر ته لېږل کېدې، خو اوس د غاښونو د درملنې ټولې پروسې په هېواد کې ترسره کېږي. هغه د دې یادونه هم وکړه چې مراجعین ډېر خوښ دي چې د دوی د غاښونو د درملنې ټولې مرحلې په خپل هېواد کې ترسره کېږي.

ډاکټر فهمي د کار په کیفیت او د ډاکټرانو لخوا د ښو خدماتو په وړاندې کولو ټینګار کوي او وايي چې ډاکټران باید په معیاري توګه کار وکړي او له ناروغانو سره مناسب چلند وکړي. هغه ټینګار کوي چې ډاکټران باید طبابت په سوداګرۍ بدل نه کړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

بشرذهین: «اهدافو ته ژمن پاتې کېدل مو بریا ته رسوي»

بشر ذهین یو ځیرک او ...