ښاغلی عابدشاه عابد د کاردان پوهنتون محصل دی، نوموړی له زده کړو سره ډېره مینه لري او وایي چې زده کړې یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د ټولنې لپاره دي.
د عابد په باور زده کړې د ژوند هغه مهمه وسیله ده چې نه یوازې فردي پرمختګ ته لاره هواروي، بلکې ټولنې ته د مثبت بدلون لپاره چمتو افراد وړاندې کوي.
نوموړی، زده کړې ته د هدف له مخې ګوري او باور لري چې له زده کړو وروسته باید ټولنې ته خدمت وشي.
هیله یې دا ده چې تر زده کړو وروسته ټولنې ته خدمت وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس