بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان دولت یو ځل بیا له طالبانو څخه د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د بِالمثل چلن هیله لري.
د یاد وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی د دولت او طالبانو ترمنځ د پیلېدونکو خبرو په تړاو، د اروپا ټولنې او کاناډا د ډیپلوماټیکو استازولیو د مشرانو د اعلامیې هرکلی کوي.
خبرپاڼه کاږي، حکومت به له یوې رغونکې ارادې سره بین الافغاني مذاکراتو ته داخل شي او د دې ښه نیت د تمثیلولو یوه ښکاره بېلګه د طالب زندانیانو خوشې کول وو.
د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي، افغان دولت چمتو دی چې له دې فرصت څخه په استفادې، د مذاکرې له لارې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدي. د خبرپاڼې وروستۍ برخه کې راغلي، د سولې برخه کې د افغان دولت لیدلوری، د ټولو افغانانو، نارینه وو او مېرمنو د بنسټیزو حقونو خونديتوب دی.