دافغانستان د مصالحې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله له ټیم لس معرفي شوي نوماند وزیران تر دې دمه په رسمي توګه خپلو دندو ته نه دي معرفي شوي.
ولسمشر د یوه فرمان له لارې د داکټر عبدالله د ټيم لس کسان د لسو وزارتونو لپاره د سرپرست او نوماند وزیرانو په توګه وګومارل خو دغه کسان تر دې دمه خپلو دندو ته نه دي معرفي شوي.
ددې وزیرانو له ډلې یوه یې ویلي وروسته له هغه یې معرفي ځنډېدلې چې د ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي مصالحې عالي شورا پر تشکیل او غړو اختلافونه رامنځ ته شول.
دوی وايي تر دې دمه اجازه نه ورکول کېږي چې خپلو وزارتونو ته لاړ شې او چارې یې پيل کړي.
بلخوا وزارتونو ته د نوماند وزیر او سرپرست په توګه معرفي کېدل د حکومت له لوري دود ګرځول شوی دی او د حکومت کابینه سرپرسته چې په رسمي کارونو کې یې ګڼې ستونزې رامنځ ته کړې دي.
د ډاکټر عبدالله عبدالله د ډلې معرفي شوي کسان وزارتونو ته نوماند او سرپرستان معرفي شوي خو تر دې دمه یې خپلو دفترونو ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.