د چین، قرغزستان او ازبکستان ترمنځ د ځمکني دهلیز له لارې د چینايي توکو لومړۍ جوپه د افغانستان په شمال کې د حیرتان بندر ته رسېدلې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د لیندۍ په درېيمه د اېکس پاڼې له لارې په یوه اعلاميه کې وويل چې دغه چينايي توکي چې د قزاقستان او ازبکستان له لارې لېږدول شوي وو، د مزارشريف ښار حيرتان بندر ته ورسېدل.
په اعلامیه کې راغلي: “د مالونو دغه لویه جوپه په ۵۵ کانټینرونو کې له چین څخه بار شوې وه او نن له غرمې وروسته د قزاقستان او ازبکستان له لارې د بلخ ولایت مزارشریف ښار ته داخله شوه.”
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي خبریالانو ته وویل: “د چین د سوداګریزو توکو دغه بار په ۲۲ ورځو کې د اورګاډي له لارې افغانستان ته راورسېد.”
عزيزي زياته کړه: “په دې کارګو کې شامل توکي هغه توکي دي چې زموږ افغانان يې تل کاروي، همدارنګه برېښنايي توکي، کانټينرونه، پرزې او نور توکي چې تل موږ او تاسو یې له چين څخه واردوو.”
د افغانستان د صنایعو وزارت هم ویلي، ټاکل شوې چې بېرته راتګ پر مهال به د هېواد صادراتي توکي هغه هېوادونو ته ولېږدول شي چې په پام کې یې لري.